پلخمري (پژواک، ١٣ تله ٩٩): د وسله والو طالبانو د بريد له امله د بغلان د جلګې ولسوال او درې ساتوونکي يې ټپيان شوي دي.
د بغلان مرستيال والي عبدالقديم نيازي د تلې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د جلګې ولسوال عبدالولي شريفي غوښتل، له خوست ولسوالۍ څخه ده صلاح ولسوالۍ ته سفر وکړي چې د لارې په اوږدو کې د طالبانو له بريد سره مخ شوى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ولسوال او درې ساتوونکي يې ټپيان شوي دي.
نيازى زياتوي چې د ولسوال شريفي ټپونه ژور وو نو د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوى دى.
دغه راز د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې د جلګې ولسوال د طالبانو په بريد کې ټپي شوى دى.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP