کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٩) : د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې په ټول هېواد کې په هدفي بريدونو کې ٩٤٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد کمېسيون له خوا د تلې په ١٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په هېواد کې د روانو خونړيو جګړو او بريدونو ترڅنګ هدفي وژنو هم زور اخيستى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په ټول هېواد کې ٩٤٥ کسانو ته په هدفي بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ياده موده کې ٥٣٣ کسان وژل شوي او ٤١٢ نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د کمېسيون د موندنو له مخې، يواځې په کندهار ولايت کې د ١٣٨٨ کال د سلواغې له ٣٠ مې څخه د ١٣٩٩ کال د وږي تر ٣٠ مې نېټې پورې ١٢٢ ملکي وګړي په هدفي بريدونو کې وژل شوي او ٧٢ نور ټپيان شوي دي.
کمېسيون ويلي چې په وژل شويو کسانو کې اووه مېرمنې هم شاملې دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د بشري حقونو ته درناوى ولري او د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې ډډه وکړي.
ياد کمېسيون دغه راز د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د لږکيو، ديني عالمانو، د بشري حقونو او د مدني حقونو فعالانو، دامنيت ټينګولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
login or register a new account.