Language

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٤٤ کسان پر کرونا اخته شوي

کابل (پژواک، ١٣ تله٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٤مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر٣٩٣٤١ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ١٣مهد عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٥٧شکمنې پېښې ازمايل شوې چې٤٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٣٤١ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې،په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٨ په فراه، ١٣ په کابل، اته په هرات، دوه په دايکندى او يو-يو هم په هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٢٨٥٢ ته ورسېد.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک د کرونا ناروغۍ له امله نه دي مړه شوي.

خو په افغانستان کې د کرونا ويروس له خپرېدو وروسته تراوسه ١٤٦٢ کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.