Language

په نړۍ کې دکرونا ناروغانو شمېر ٣٥ ميليونه کسانو ته ورسېد

کابل (پژواک، ١٣ تله ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ويروس د ناروغانو شمېره ٣٥ ميليونه کسانو ته رسېدلې ده.

د کرونا ويروس چې شاوخوا لس مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو،وروسته د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شو، خو اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى دى.

د امريکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ٣٥ ميليونو کسانو ته رسېدلې ده.

دغې سرچينې زیاته کړې چې تر اوسه څه دپاسه ٢٦ ميليونه کسان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي  او يو ميليون او ٣٨ زره کسان له دې ناروغۍ څخه  مړه شوي چې د ټولو ناروغانو پنځه سلنه جوړوي.

يادې سرچينې ويلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر اووه ميليونه او ٦٠٠ زره کسانو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه جوړوي. دغه راز په امريکا کې ٢١٤ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امريکا وروسته هندوستان کرونا ډېر ځپلى دى، هلته شپږ ميليونه او ٥٥٠ زره کسان پرې اخته او  ١٠١ زره کسان مړه شوي دي.

برازيل په نړۍ کې درېيم هېواد دى چې کرونا ډېر ځپلى، هلته ٤ ميليونه او ٩٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او ١٤٦ زره کسان مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، پيرو، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانیه، ارجنټاين ،چيلي برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٣٩ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٤٦٢ کسان مړه او څه کم ٣٣ زره کسان بېرته روغ شوي دي

login or register a new account.