کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٩): د ملي روغې جوړې عالي شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په رسمي څلور ورځني سفر هندوستان ته ځي.
ددې شورا يوې سرچينې چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، د تلې په ١٣مه پژواک اژانس ته ومنله چې ډاکترعبدالله د روانې اوونى په ترڅ کې هند ته ځي.
خو سرچينې په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل.
بلخوا هندي رسنيو خبر ورکړى چې ډاکتر عبدالله د سې شنبې په ورځ (د تلې ١٥مه) په څلور ورځني سفير نوي ډيلي ته ځي.
سرچينې زياته کړې چې هغه به د هند له لومړي وزير، د بهرنيو چارو له وزير، دملي امنيت له سلاکار او نورو چارواکو سره پر افغان سولې پروسې او بين الافغاني مذاکراتو خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ډاکټر عبدالله تېره اونۍ په درې ورځني سفر پاکستان ته هم تللى و او ددغه هېواد له چارواکو سره يې پر سولې خبرې کړې وې.
بلخوا د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي چې ډاکتر عبدالله عبدالله نن له ولسمشر غني سره ليدلي او پاکستان ته د خپل سفر په اړه يې ورته معلومات ورکړي دي.
هغه په ټويټر کې ليکلي چې دغه راز دواړو مشرانو د سولې پروسې پر راتلونکو اقداماتو هم خبرې کړې دي.
login or register a new account.