مزارشريف ( پژواک، ۱۴ تله ٩٩) : د ناپېژاندو وسله والو په يوه بريد کې د بلخ د والي موټر چلوونکى وژل شوى دى.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د تلې په ۱۴مه، پژواک ته وويل چې نن سهار اووه نيمې بجې د بلخ د والي موټرچلوونکی فرهاد د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
هغه زياته کړه چې فرهاد هغه مهال د مزار ښار د بابه يادګار کمربند په سيمه کې تر بريد لاندې راغلی، چې له کور څخه د دندې پر لور روان وو.
د عادل په خبره، وسله والو د بلخ د والي د موټر چلوونکي له وژل کېدو وروسته د هغه شخصي موټر هم له ځان سره تښتولی دی.
نوموړی وايي چې پوليسو هڅې پيل کړي؛ څو قاتلين ونيسي.
په وروستيو ورځو کې مزارشريف ښار کې د نا مسوولو وسله والو فعاليت زيات شوی، چې ښاريان يې اندېښمن کړي دي.
تېره اوونۍ هم په مزار ښار کې يو پخوانی جهادي قوماندان د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې وژل شوی و چې قاتلين يې هم په تېښته بريالي شوي وو.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون پرون ويلي و چې په تېرو شپږو مياشتو کې شاوخوا ٩٥٠ کسانو ته په هدفي وژنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن