کابل (پژواک، ١٤ تله ٩٩): ولسمشر اشرف غني قطر ته د رسمي سفر پر مهال د ځايي چارواکو ترڅنګ له افغان مرکچي پلاوي، زلمي خليلزاد او د ناټو له قوماندان جنرال مېلر سره هم ګوري.
ولسمشر اشرف غني نن سهار په رسمي سفر د قطر او کويټ هېوادونو په سفر روان شو، هغه لومړى کويټ ته ځي او ددغه هېواد د پخواني ولسمشر روح ته دعا کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې سرچينې د تلې په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني به نن له غرمې مخکې له کويټ څخه د قطر پلازمېنې دوحې ته ورسېږي.
سرچينې زياته کړه چې د قطر هېواد يو وزير به په هوايي ډګر کې د ولسمشر غني هرکلى وکړي او د تشريفاتو قطعه به هم ورته وړاندې کېږي.
د حکومت دې سرچينې وويل چې نن له غرمې وروسته به په دوحه کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې مذاکراتي پلاوی به له ولسمشر اشرف غني سره وګوري او له طالبانو سره د خپلو وروستيو ناستو په اړه به معلومات ورکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز ولسمشر اشرف غني به د افغان سولې لپاره د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د ناټو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره هم د سولې پر پروسې خبرې وکړي.
ارګ وايي چې ولسمشر اشرف غني به ددغه سفر پر مهال د قطر له امير شيخ تميم حمد بن آلثاني، لومړي وزير شيخ خالد بن خليفه او نورو چارواکو سره هم وګوري.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز ولسمشر به د دوحې په انسټيټيوټ کې د وينا ترڅنګ له قطري سوداګرو او په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو سره هم وویني.
login or register a new account.