Language

د لغمان د ولايتي شورا رييس په يوه چاودنه کې ټپي شو

کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٩) : د لغمان د ولايتي شورا رييس عتيق الله عبدالرحيمزى په يوه چاودنه کې ټپي شوى دى.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د تلې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ه وويل چې د عبدالرحيمزي پر موټر چاودنه نن مازيګر ناوخته د قرغيو ولسوالۍ د مندروړ په سيمه کې  شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د ولايتي شورا رييس او دوه ساتونکي يې ټپيان شوي چې ددرملنې په موخه د ننګرهار ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار د ولايتي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک ته وويل چې روغتون ته د لغمان ولايتي شورا د رييس په ګډون درې ټپيان راوړل شوي .

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

login or register a new account.