کابل (پژواک،١٥ تله ٩٩) : وسله والو طالبانو له ټولو افغان لوريو غوښتي چې د وضعيت حساسيت درک کړي او د يوه ټول شموله خپلواک اسلامي نظام راتګ لپاره لاسونه سره يو او پر وړاندې يې خنډونه رامنځته نه کړي.
طالبانو دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې دي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د امريکايي ځواکونو د بريدونو د ١٩ کلونو بشپړېدو په مناسبت خپره شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د امريکايي يرغل له پيل څخه مخکې طالبانو د خپلې سوله ييزې پاليسۍ له مخې په مکرر ډول غوښتنه وکړه چې د ستونزې د هواري لپاره بايد له تعقل، تدبر او سالمې ديپلوماټيکې کړنلارې څخه کار واخيستل شي.
سرچينې زياته کړې، خو هغه مهال امريکايي چارواکو په خورا مغرورانه لهجه د طالبانو د خبرو اترو وړانديزونه رد کړل او د ۱۳۸۰ لمريز کال د تلې په ۱۵ مه چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر له ۷مې سره يې سمون خوړ نظامي يرغل وکړ.
طالبانو زياته کړې : (( نولس کاله وروسته ټول جهتونه دې خبرې ته راغلي چې بايد ياده قضيه له لومړي سره د خبرو او تفاهم له لارې حل شوې وای او که هغه وخت زموږ سوله ييزو وړانديزونو ته مثبت ځواب ويل شوی وای؛ نو له دومره اوږده جنګ، ظلم او زياتي، زموږ د بې دفاع خلکو وژلو، ټپي کولو، بې کوره کولو، د يوې فاسدې ادارې په چوکاټ کې غصب، چور، رشوت، خيانت، د نشه يي توکو پراخ توليد او سل ډوله نورو جرايموته به له زمينه سازۍ څخه مخنيوی شوی وای.))
په خبرپاڼه کې راغلي، امريکا، متحدين او ايتلافي هېوادونه به يې هم له دومره زياتو جنګي جرايمو، بدناميو، ځاني او مالي زيانونو سره نه مخ کېدلای.
طالبانو ويلي، داچې ۱۹ کاله وروسته په دوحه کې د امريکايي اشغال د خاتمې لپاره مذاکرات وشول او يوه معتبره وثيقه او توافقنامه ترسره او لاسليک شوه هم غوره خبره ده چې بايد ګام په ګام عملي کړل شي او له مخې يې ټول بهرني ځواکونه له هېواده ووځي.
سرچينې زياته کړې، بايد د امريکا په شمول لرې او نږدې ټول هېوادونه د افغانستان په کورنيو چارو کې له هر ډول مداخلې څخه ځان وساتي، ترڅو افغانان وشي کولای په ازاده او مستقلانه فضا کې په خپلو کې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، طالبان د ټولو قضاياوو په سالمه فضا کې د حل کولو لپاره بشپړ تعهد لري، مقابلو جهتونو ته هم سپارښتنه کوي چې فرصت غنيمت وګڼي، د وضعيت حساسيت درک کړي او د يوه ټول شموله خپلواک او مستقل اسلامي نظام چې د ټولو افغانانو غوښتنه ده د راتګ په لاره کې لاس يو او نور خنډونه رامنځه نه کړي.
login or register a new account.