Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوی درستیز: کندوز کې روان امنیتي وضعیت به ډېر ژر بدلون ومومي

کندوز (پژواک، ١٥ تله ٩٩): د هېواد د وسله وال پوځ لوى درستيز جنرال ياسين ضياء وايي چې  کندوز ولايت کې روان امنيتي وضعيت به ډېر ژر بدلون ومومي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د تلې په ١٥مه، کندوز ولايت ته د سفر پرمهال د کندوز والي عبدالستار میرزکوال او د کورنیو چارو وزارت ارشد معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع سره په يوه ګډه خبري غونډه وکړې.

د کندوز والي عبدالستارمیرزکوال خوښي څرګنده کړه چې د یاد ولایت د خلکو د غوښتنې پربنسټ د امنیتي ګواښونو کنټرول په موخه قوي هوډ رامنځته او عملي کار پرې کوي.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضاء وویل، کندوز کې امنیتې قواوو په غوڅ دریځ سره به د هغو وسله والو ډلو پلانونه شنډ کړي چې په ورانیو او انسان وژنو لاس پورې کوي.

هغه ټينګار وکړ چې کندوز ته غځېدلې لویې لارې د زیانمنو سیمو د امنیت خوندیتوب د دوی د سفر اصلي موخه ده.

د کورنیو چارو وزارت سترمرستيال عبدالصبور قانع وویل، د پولیسو په لیکو کې ژور اصلاحات، د واکونو زیاتوال او د خلکو شکایتونو ته رسېدنه د دوی لومړیتوب دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.