کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٩) : د ملي امنيت سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کې کابل ښکېل نه وو او له همدې امله نه غواړي چې دغه هوکړه د افغانستان اسلامي جهوریت او طالبانو ترمنځ خبرو کې هم شامله شي.
هغه چې ولسمشر اشرف غني سره په يوه رسمي سفر قطر ته تللى ، د تلې په ١٥مه، له افغان خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې په دوحه کې اوسني مذاکرات نېغ په نېغه د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دي.
محب وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کې کابل ښکېل نه وو او له همدې امله نه غواړي چې دغه هوکړه د افغانستان اسلامي جهوریت او طالبانو ترمنځ خبرو کې هم شامله شي.
ده زياته کړې: «دا خبرې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ په مستقیمه توګه دي، موږ دغو مذاکراتو کې کوم منځګړی نه لرو، دغه مذاکرات د افغانانو ترمنځ د افغانستان معضلې حل په اساس دي، موږ نه غواړو په هغه پروسه کې چې موږ په کې ښکېل نه وو، دغه بهیر کې یې دخیل کړو. هغه شرایط چې هلته دي د افغانستان پر خلکو وتپل شي هغه څه چې موږ په هغې پروسې کې شامل نه وو.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مرکچي پلاوی دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې د خبرو پیل غواړي او په دې تړاو اختلافونو له درېیو اوونیو راهیسې دوام درلود.
د ملي امنيت سلاکار وايي :«بیا هم وایم چې هوکړه د طالبانو او امریکا ترمنځ وه، موږ هم خپله اعلامیه کې یوازې د خبرولو په تړاو وویل او له هغې ډېر مو څه ونه ویل او نه هغه وخت نه اوس.»
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له استازي، زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان، سکاټ مېلر سره ولیدل او د افغان سولې بهیر په تړاو یې خبرې کړې دي.
له بلي خوا زلمى خلیلزاد له ولسمشر غني سره تر لیدنې وروسته پر ټویټر لیکلي چې هغه ته يې ویلي: "د افغان سولې ټینګښت لپاره باید اوسنۍ موکه له لاسه و نه وځي."
login or register a new account.