Language

ملا برادر او خليلزاد د دوحې هوکړه ليک د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې

کابل (پژواک، ١٥ تله ٩٩) : د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د ناټو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره ليدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم په ټويټر کې ليکلي چې دا ليدنه پرون تر غرمې وروسته په دوحه کې شوې ده.

ده زياته کړې چې په دغې ناسته کې دواړو خواوو د دوحې د هوکړه ليک د ښه تطبيق په اړه خبرې وکړې او هغه يې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره مهم  وباله.  

ډاکټر نعيم وايي، دغه راز په دې ليدنه کې د توافقنامې تر لاسليک وروسته پر شويو اقداماتو بحث وشو او د لاښه تطبيق لپاره يې د توافقنامې د متن او محتوا مطابق مخته تلل اړين وبلل.

دا په داسې حال کې ده چې زلمي خليلزاد او د ناټو قوماندان پرون ماخوستن په قطر کې له ولسمشر اشرف غني سره هم ليدلي دي.

دا ليدنې کتنې په داسې حال کې شوې دي چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو پر طرز العمل پيل شوې خبرې اترې له څو ورځو راهيسې ځنډېدلې دي.

login or register a new account.