Language

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٦٤ کسان پر کرونا اخته او يو مړ شوى

کابل (پژواک، ١٥ تله٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٦٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٤٨٦ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ١٥ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٧٢ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٦٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٤٨٦ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې،په تازه ثبت شوو پېښو کې ٣٥ په کابل، ٢٨ په هرات او يو هم کندهار ولايت پر کرونا اخته شوى دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٢٩٧٧ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله يو کس مړ شوى چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٦٧ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير جواد احمد عثماني د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو خواته روانې دي.

هغه وويل، که چېرې په هېواد کې د کرونا دويم موج راشي نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتوالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.