Language

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۹۹): د زندانونو د تنظیم اداره وایي چې په جوزجان ولایت کې د محبس مدیريت یو افسر د یو څه اندازه چرسو د لېږد په تور نیول شوى دى.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په خبرپاڼه کې چې پژواک ته را رسېدلې، راغلي چې یاد افسر هوډ درلود څو دغه زندان ته ۴۲ ګرامه چرس انتقال کړي چې د امنیتي مؤظفینو د تلاشۍ پر مهال ونیول شو.

خو دغې ادارې د یاد افسر د نیول کېدو د وخت په اړه څه نه دي ویلي.

د معلوماتو پر اساس، د تورن کس دوسیه له لومړنیو څېړنو وروسته په رسمي ډول اړوندو مراجعو ته استول شوې ده.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي چې د زندانونو چارو د ادارې امنیتي او کشفي بنسټونو، د دغې ادارې له جوړېدو تر اوسه، په زندانونو کې د نشه یي توکو د قاچاق، پلور او مصرف د مخنیوي لپاره ګټور ګامونه اخیستي او د دغې پدېدې تر ورکولو به خپلې مبارزې او هڅو ته په جدي او قاطع ډول ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر دغو زندانیانو ویلي چې په زندان کې نشه یي توکې پلورل کیږي او ډېری بندیان په محبس کې دننه روږدي شوي دي.

login or register a new account.