Language

د امريکا د لوی درستيز په ګډون څو پوځي چارواکي قرنطين شول

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٩) : وروسته له هغه چې د سپينې ماڼۍ يو بل لوړ پوړى چارواکى هم په کرونا اخته شو، د امريکا د وسله وال پوځ د لوى درستيز په ګډون ګڼ شمېر پوځي چارواکي قرنطين شوي دي.

تر دې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مېرمن يې منيلا ټرمپ هم پر کرونا اخته شوي وو، ولسمشر ټرمپ په روغتون کې تر څو ورځو درملنې وروسته پرون بېرته له روغتون څخه رخصت شوى او سپينې مانۍ يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلى دى.

بلخوا سپينې ماڼۍ د تلې په ١٦مه، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې ددوى يو بل لوړپوړى چاوراکى سلاکار سټېفن مېلر چې ځان يې له څو ورځو راهيسې قرنطين کړى و، اوس يې د کرونا ټسټ مثبت راغلى دى.

سټېفن مېلر د سپينې ماڼۍ يو له مهمو چارواکو څخه دى او د ولسمشر ټرمپ ويناوې هم ليکي.

سرچينې زياته کړې چې نوموړي ډونالډ ټرمپ سره ناسته کړې وه، چې له امله يې دى هم پر کرونا اخته شوى دى.

بلخوا له سټېفن مېلر سره د ناستو له امله دامريکا د لوى درستيز په ګډون يو شمېر پوځي چارواکو هم  د احتياط له امله ځانونه قرنطين کړي دي.

د امريکا غږ د راپور له مخې، په دې کسانو کې د وسله وال پوځ لوى درستيز جنرال مايک ميلي، د بحري ځواکونو مرستيال قوماندان چارلس رى او نور پوځي قوماندانان شامل دي.

د يادونې ده چې کرونا په امريکا کې په تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او تر اوسه هلته شاوخوا اووه نيم ميليونه کسان پر کرونا اخته او ٢١٥ زره کسان له کرونا مړه شوي دي.

login or register a new account.