Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وکيلان: د تندر قول اردو قوماندان له نږدې دوو مياشتو راهيسې دندې ته نه دی پرېښودل شوى

ګردېز (پژواک، ۱۶ تله ۹۹): د پکتيا د خلکو استازي وايي چې د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال خان الله شجاع له څه کم دوو مياشتو راهيسې د نامعلومو دلايلو له امله خپلې دندې ته نه پرېښودل کېږي خو د ملي دفاع وزارت وايي چې نوموړى له دندې ګوښه شوى دى.

په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي، ولايتي شورا او ځينې نورې سرچينې هم دا خبره تاييدوي او وايي چې د رسمياتو له مخې، شجاع اوس هم د ياد قول اردو قوماندان دی، خو ځيني کسان يې د دندې ترسره کولو مخنيوی کوي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا استازی سيد حسن پکتياوال وايي چې د نوموړي په اړه د وزارت او د ولسمشر تر لومړي مرستيال ناسم معلومات رسېدلي او له دې امله تقريبا له دوه مياشتو راهيسې وظيفې ته نه پرېښودل کيږي.

پکتياوال وويل له اړتيا سره سم هڅې روانې دي چې نوموړی بېرته ژر خپلې دندې ته ستون شي.

د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی وايي چې په دې زون کې د جنرال شجاع د دندې له پيل سره د سرتېرو او امنيتي حالت کې خورا ښه والی راغلی و، خو اوسمهال په لومړي ځل ځينې لويې لارې تړل شوي دي.

ځاځي پژواک ته وويل: ((شجاع ته پلمې کتل او په کور کول يې د هغه چا کار دی چې د پکتيا د خلکو پرمختګ نه غواړي.))

د لويې پکتيا قومي مشر جنت خان منګل وايي چې په دې وروستيو کې د فساد او ورته کړنو له امله پر دولت د خلکو باور په بې ساري ډول کم شوی او له دندې شجاع لرې پاتې کېدل به د خلکو او دولت ترمنځ واټن نور هم ډېر کړي.

منګل وويل: ((په هر ځای کې داسې يوه انګېزه پيدا شوې، چې که د وطن او خلکو په خير کار دې وکړ، يا به له وظيفې لرې کېږې او يا نورې بهانې او فشارونه درته کتل کيږي. دا حالت د منلو نه دی.))

بل لورته تور نجنرال خان الله شجاع په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

خو د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند فواد امان په دې اړه پژواک ته وويل چې تغيیر او تبديل په حکومت کې يو اصل دى.

هغه وايي چې دغه ډول تغيرات د کارونو او برنامو د اصلاحاتو د ښه والي لپاره ترسره کيږي.

تورن جنرال شجاع چې په امريکا کې يې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې، د ١٤ مياشتو لپاره يې د تندر قول اردو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.