Language

په تېرو دوو اوونيو کې څه کم نهه نيم ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي

کابل (پژواک، ١٦ تله ٩٩) : د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې په تېرو دوو اوونيو کې څه کم نهه نيم ميليارده افغانۍ ملي عوايد راټول شوي دي.

د ياد وزارت له خوا د تلې په ١٦مه، پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روان لمريز کال دتلې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۵ مې نېټې پورې ۹ ميليارده ۴۰۷ ميليونه افغانۍ ملي عوايد راټول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې له دې جملې ۵۱۵ ميليونه له مستوفيتونو، ۲ ميليارده او ۲۹۷ ميليونه له مالياتي عوايدو، ۲ ميليارده او ۴۷۶ ميليونه له غير مالياتي عوايدو او ۴ ميليارده او ۱۱۹ ميليونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي .

د ماليې وزارت ويلي چې د روان کال د وږي مياشتې د وروستيو دوو اوونيو په پرتله په عوايدو کې ۹۸۴ ميليونه افغانۍ زياتوالی راغلى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال له پيل څخه تراوسه پورې ۱۲۷ ميليارده او ۲۰۳ ميليونه افغانۍ ملي عوايد راټول شوي دي.

دغه راز د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل څخه د تلې میاشتې تر ۱۲ مې نېټې پورې ۸۳ ميليارده او ۱۸۹ميليونه افغانۍ (۵۰.۲٪) پراختیایي بودیجه او ۱۹۶ میلیارده او ۷۱۵ میلیونه افغانۍ (۶۴٪) عادي بودیجه لګول شوې ده چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۲۷۹ میلیارده او ۹۰۴ میلیونه افغانۍ (۵۹٪) جوړوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.