کابل (پژواک، ١٦ تله٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٦٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٥٤٨ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ١٦ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٧٠ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٦٢ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٩٥٤٨ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې،په تازه ثبت شوو پېښو کې ٤٢ په هرات، پنځه په دايکنډي، څلور په کابل، څلور په نيمروز، درې په بدخشان، دوه په باميان او يو-يو هم په بغلان او زابل ولايتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٣٠٤٥ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله دوه کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٦٩ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير جواد احمد عثماني د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو خواته روانې دي.
هغه وويل چې که په هېواد کې د کرونا دويم موج راشي نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتوالى لري.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
login or register a new account.