کابل (پژواک،۱۶ تله ۹۹): حکومت له درېیو ادارو پرته ټول نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړې خو یاده جرګه له حکومته غواړي چې په بېلا بېلو چارو کې د دولت وزیران هم د باور رایې اخیستو لپاره دې جرګې ته معرفي کړي.
په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو څه باندې شپږ میاشتې تېرېږي خو تر اوسه هم ټول وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او ولسي جرګې هيڅ یوه ته د باور رایه نه ده ورکړې.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني ددې جرګې نننۍ ناستې ته وویل، له فوايد عامې وزارت، اوبو او انرژۍ وزارت او لویې څارنوالۍ پرته د ټولو وزارتونو او خپلواکو ریاستونو نوماندان او د سترې محکمې غړي د مکتوبونو له لارې دې جرګې ته معرفي شوي دي.
هغه زیاته کړه، د معرفي شوو نوماندانو اسناد د ارزونې لپاره د ولسي جرګې ټولو دایمي کمېسیونونو ته سپارل شوي دي.
رحماني د جرګې له دارالانشا وغوښتل چې له حکومت سره د اړیکې له لارې یوه ورځ ځانګړې کړي څو نوماندان د ولسمشر او د هغو د مرستیالانو له خوا ولسي جرګې ته معرفي شي.
هغه له حکومته وغوښتل چې له معرفي شوو نوماندانو علاوه دې په بېلا بېلو چارو کې د دولت وزیران هم د باور رایې اخیستو لپاره یادې جرګې ته معرفي کړي.
د نوموړي په خبره، د هېواد د اساسي قانون له مخې د کابینې وزیران او خپلواک رییسان باید له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي او په بېلا بېلو چارو کې د دولت وزیران باید له دې امر مستثنا نه وي.
اوس په بېلا بېلو برخو لکه پارلماني، شهیدانو او معلولینو، طبیعي پېښو ته د رسېدنې، بشري حقونو کې د دولت وزارتونه فعالیت لري، خو تر اوسه هيڅکله یاد وزیران د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته نه دي معرفي شوي.
خو د ولسي جرګې غړي میر حیدر افضلي دې جرګې ته وویل، د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې مطابق باید په بېلا بېلو چارو کې د دولت وزارتونو په ګډون ټول نوماند وزیران له دې جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.
د اساسي قانون په ۶۴ مه ماده کې راغلي، د وزیرانو، لوی څارنوال، د مرکزي بانک د رییس، د سرې میاشتې د رییس، د سترې محکمې د رییس او غړو ټاکل د ولسي په تایید د ولسمشر صلاحیت دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP