پلخمري (پژواک، ١٧ تله ٩٩): د بغلان ديني عالمانو او مدني فعالانو د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت او وسله والو طالبانو په هېواد د سولې د راتګ په موخه د اوربند کولو غوښتنه وکړه.
دغه غونډه د تلې په ١٧مه د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې جوړه شوې وه.
په ياده غونډه کې د بغلان د ارشاد، حج او اوقافو رييس مولوي نقيب الله سجاد و ويل چې سوله د افغانانو لپاره تر بل هرڅه لومړيتوب لري.
ده وويل: ((د اوربند په ګډون هرڅه چې افغانان سولې ته رسولاى شي حکومت او طالبان يې بايد ترسره کړي.))
نوموړي ډاډ ورکړ چې د بېلابيلو ولايتونو ديني عالمان په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره هر ډول همکاري ته چمتو دي.
دغه راز مدني فعال نويد شکورزاده وويل چې په روانه جګړه کې يواځې افغانان وژل کيږي او دا بې معنى جګړه بايد نور ودرول شي.
هغه زياته کړه: ((که طالبان ریښتیا هم غواړي سوله راشي نو وخت یې دی چې اوربند وکړي ملت سره دې خپله خواخوږي وښايي بیا ممکن دى چې واک ته ورسېږي.))
د بغلان پوهنتون يو تن محصل غلام رضا صفدري وویل چې د سولې لپاره پیل شوي هڅې هغه مهال بريالي کېداى شي چې اوربند وشي.
هغه په خواشينۍ سره وويل: ((طالبانو له امريکا سره د هوکړې له مخې په افغانستان کې د امريکايانو وژل بند کړي خو بې ګناه افغانان بيا هره ورځ وژل کيږي.))
ده پر حکومت او طالبانو غږ وکړ چې په دوحه کې د سولې خبرې وروستى چانس دى، بايد له لاسه ورنکړل شي.
د غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او اوربند پر کېدلو يې ټينګار وکړ.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ورته غونډې ترسره شوي او له حکومت او طالبانو په کې د اوربند غوښتنه شوې خو سره له دې چې اوربند نه دى شوى، جګړو نور هم زور اخيستى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP