Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بغلان د امنيت امر د ژورو ټپونو له امله ومړ

پلخمري (پژواک، ١٧ تله ٩٩): امنيتي مسوولين وايي چې د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال محمد ورا اندرابي د کابل په وزير اکبرخان روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

هغه زياته کړه: ((ټپونه يې ډېر ژور و، دلته يې درملنه نه کېده نو کابل ته يې انتقال کړ، خو هلته يې هم درملنه ونه شوه او ساه يې ورکړه.))

دغه راز د کورنيو چارو وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې سمونوال محمد ورا اندرابي د ژورو ټپونو له امله مړ شوى دى.

د يادونې ده چې سمونوال محمد ورا تېره اوونۍ د بغلان ولايت په ډنډ غوري سيمه کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوى و، چې تېره ورځ يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.