Language

د غزني زندان مرستیال ووژل شو

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۹۹): د ولسمشرۍ دویم معاونيت او زندانونو چارو د تنظیم ادارې مرستیال، د غزني د زندان د مرستیال وژنه لویه ضایعه بللې او وایي چې له داسې کړنو سره د دولت وسله وال مخالفین نه شي کولای خپلې ناوړه موخې ترلاسه کړي.

د غزني د محبس مرستیال سمونوال محمدعلي احمدي د همدې میاشتې په ۱۵مه له غزني څخه د کابل پر لور روان و چې د کابل – غزنی د لویې لارې په اوږدو کې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا تښتول شوی و او یوه ورځ وروسته ووژل شو.

د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سمونوال احمدي د ملي پولیسو یو زړور، هېوادپال او مسلکي افسر په توګه پیژندل شوی او ویلي یې دي چې د هغه وژل لوی تشه ده.

د ولسمشر دویم مرستیال زیاته کړې چې د افغانستان د خلکو دښمنان د داسې جنایتونو په ترسره کولو سره نه شي کولای خپلې ناوړه موخې ترلاسه کړي، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو د هغوی ناوړه څېرې لا راڅرګندیږي.

دانش څرګنده کړې: «دې وضعیت ته په پام، د اړوندو ادارو له مسوولینو غواړم چې په محبسونو او زندانونو کې جدي امنیتي اقداماتو ته ډېره پاملرنه وکړي. »

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې محمد علي محمدي یو له وړ کسانو و چې کلونه یې په ایمان دارۍ او پوره رښتینولۍ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په مختلفو برخو کې دنده ترسره کړې ده او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ له دغه ایماني او وجداني مسوولیته لاس وانخيست.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبري د وسله والو مخالفینو دغه کړنه ناوړه او ناځوان مردانه عمل بللې او په کلکو ټکو یې غندلې ده.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د دولت وسله والو مخالفينو د نظامیانو مرموزو وژنو او ځانمرګو بریدونو ته زور ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار د ۱۷ مې ناحیې اړوند په بادام باغ سیمه کې د سړک غاړې یو ځای پر ځای شوی ماین چاودېدلی خو مرګ ژوبله یې نه درلوده.

login or register a new account.