Language

روسيه : له افغانستانه دامريکايي سرتېرو ايستلو په اړه د ټرمپ اعلان ټاکنيز شعار دى

کابل  (پژواک، ١٧ تله ٩٩) :د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې له افغانستانه  د ټولو امريکايي ځواکونو وتلو په اړه د ټرمپ څرګندونې ټاکنيز شعار دى.

دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ويلي چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې بايد له افغانستانه ټول امريکايي سرتېري  خپل هېواد ته ستانه شي .

هغه زياته کړې :" زموږ په کم شمېر زړور سړي او ښځې چې په افغانستان کې په ماموريت بوخت دي تر کرسمس پورې به کورونو ته ستانه شي".

خو د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف سپونټيک  اژانس سره په يوه مرکه کې ويلي چې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ټاکنيزې دي.

د هغه په وينا، ټرمپ په ډېر احتمال سره غواړي د امريکا راتلونکو ټاکنو کې رايې ورکوونکو ته وښيي چې دی يې په خپلو تېرو ژمن ولاړ دی او له دوی سره پر کړو ژمنو عمل کوي.

کابلوف زياته کړې، افغانستان کې د امريکايي ځواکونو حضور د سيمې له ثبات سره مرسته کوي او په وينا يې د امريکايي ځواکونو وتلو موضوع بايد د سيمې وضعيت سره تړلې وي. بلخوا د امريکا د ملي امنيت سلاکار ويلي چې د روان زېږديز کال له پاى ته رسېدو وروسته به هم په افغانستان کې څه دپاسه دوه زره امريکايي سرتېري پاتې وي.

وسله والو طالبانو د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو هرکلى کړى دى.

ټرمپ په داسې حال کې له افغانستان څخه د پاتې امريکايي سرتېرو په ايستلو ټينګار کړی، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، بايد ټول بهرني سرتېري د راتلوونکي۲۰۲۱ کال د مې تر مياشتې پورې له دغه هېواد څخه ووځي.

دافغانستان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ټينګار کړی چې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو په بشپړ ډول د وتلو لپاره شرط د طالبانو له خوا د سولې هوکړې عملي کېدو پورې تړلی دی.

login or register a new account.

Related Topics