Language

طالبانو د ټولو امريکايي سرتېرو ايستلو په تړاو د ټرمپ د اعلان هرکلى وکړ

کابل (پژواک، ١٧ تله ٩٩): وسله والو طالبانو له افغانستانه د ټولو امريکايي سرتېرو د ايستلو په تړاو د دامريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعلان هرکلى کړى دى.

ټرمپ ويلي چې د روان زېږديز کال تر پايه پورې بايد له افغانستانه ټول امريکايي سرتېري  خپل هېواد ته ستانه شي .

هغه زياته کړې :" زموږ په کم شمېر زړور سړي او ښځې، چې په افغانستان کې په ماموريت بوخت دي تر کرسمس پورې به کورونو ته ستانه شي".

طالبانو د ټرمپ ددغو څرګندونو هرکلى کړى دى.

د طالبانو د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم له خوا دتلې په ١٧مه، په يوه خپره شوې لنډه خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د ټرمپ د دغه اعلان هرکلی کوي او داقدام ددواړو لوريو ترمنځ د توافقنامې د عملي کولو په کار کې خورا مثبت ګام بولي.

سرچينې زياته کړې : (( اسلامي امارت هم د توافقنامې مندرجاتوته ځان ژمن بولي او په راتلوکي کې د امريکا په شمول له ټولو هېواودونو سره د ښو او مثبتو اړيکو هيله لري.))

بلخوا د امريکا د ملي امنيت سلاکار ويلي چې د روان زېږديز کال له پاى ته رسېدو وروسته به هم په افغانستان کې څه دپاسه دوه زره امريکايي سرتېري پاتې وي.

ټرمپ په داسې حال کې له افغانستان څخه د پاتې امريکايي سرتېرو په ايستلو باندې ټينګار کړی، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، بايد ټول بهرني سرتېري د راتلوونکي۲۰۲۱ کال د مې تر مياشتې پورې له دغه هېواد څخه ووځي.

د افغانستان د سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ټينګار کړی، چې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو په بشپړ ډول د وتلو لپاره شرط د طالبانو له خوا د سولې هوکړې عملي کېدو پورې تړلی دی.

login or register a new account.