کابل (پژواک، ١٧ تله ٩٩) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په افغانستان کې مېشت پاتې امریکايي سرتېري به د روان ۲۰۲۰ زېږديز کال ترپایه خپل هېواد ته ستانه شي.
ټرمپ دا څرګندونې په خپله ټویټرپاڼه کې کړې دي.
هغه لیکلي:" زموږ په کم شمېر زړور سړي او ښځې، چې په افغانستان کې په ماموریت بوخت دي تر کرسمس پورې کورونو ته ستانه شي".
د امريکا د ولسمشر ټرمپ د دغو څرګندونوڅخه لږ مخکې د هغه د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي و چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر دوه نیم زرو ته ټیټ شي.
نوموړي زياته کړې، اوس مهال په افغانستان کې له پنځه زرو څخه په کم شمېر امریکايي سرتېري مېشت دي.
هغه وویل، په ۲۰۱۷ کال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ترلاسه کړ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له لسو زرو څخه زیات وو.
ټرمپ په داسې حال کې له افغانستان څخه د پاتې امریکايي سرتېرو په ایستلو باندې ټینګار کړی، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، باید ټول بهرني سرتېري د راتلوونکي۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې پورې له دغه هېواد څخه ووځي.
دافغانستان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو په بشپړ ډول د وتلو لپاره شرط د طالبانو له خوا د سولې هوکړې عملي کېدو پورې تړلی دی.
login or register a new account.