کندوز ښار (پژواک، ١٧ تله ٩٩): په کندوز کې ځينې سرچينې وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله شپږ سرتېري وژل شوي، څلور ټپيان دي او ١٦ نور لادرکه دي.
د کندوز د ولايتي شورا غړي خالدين حکيمي د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ د بازار اړوند په بخمل کوڅې سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو له امله شپږ سرتېري وژل شوي، څلور ټپيان دي او ١٦ نور لادرکه دي.
دغه راز يوې امنيتي سرچيني هم پژواک ته وويل چې د يادو بريدونو له امله شپږ سرتېري وژل شوي، شپږ ټپيان دي او ١٦ نور لادرکه دي.
خو د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري بيا وايي چې د امام صاحب د تېرې شپې په جګړه کې يو سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى.
بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په روضې سيمه کې د حکومتي سرتېرو پر قرارګاه بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې اته حکومتي سرتېري وژل شوي، اووه ټپيان دي او ١٥ يې ژوندي نيول شوي دي.
د يادونې ده چې په قطر کې د حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرو له پيل وروسته په هېواد کې جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن