Language

د سولې نوبل جایزه د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۱۸ تله ۹۹) : دسولې نوبل جایزه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړل شوې ده.

په ناروې کې د نوبل جایزې ادارې لخوا دتلې په ۱۸ مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د نوبل جایزه د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کیږي.

د نوبل  اداره هر کال په پنځو کټګوریو کې جایزې ورکوي چې پکې طب، ادب، فزیک، کیمیا او اقتصاد شامل دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د خوړو نړیوال پروګرام په ټوله نړۍ کې پر بې وزلو خلکو په منصفانه توګه خواړه ویشلي اوپه نړۍ کې یې د ولږې د له منځه وړلو لپاره یې مهم رول ترسره کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د خوړو نړیوال پروګرام په جګړه ځپلو او وروستو پاتې هیوادونو کې د پام وړ مرستې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال د نوبل سولې جایزې ته له افغانستان څخه د سولې ددولتي مذاکراتي ټیم غړې فوزیه کوفي هم کاندیده وه.