Language

د ناټو سرمنشي: په افغانستان کې د ناټو ماموريت به شرايطو ته په کتو پاى ومومي

کابل(پژواک،١٨تله٩٩): د ناټو سرمنشي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو له اعلان څخه وروسته ويلي چې په افغانستان کې د ناټو ماموريت به شرايطو ته په کتو پاى ومومي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به پاتې امريکايي ځواکونه  د روان ميلادي کال تر پايه پورې اوباسي.

د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ چې تېره ورځ يې د شمالي مقدونيه له لومړي وزير سره په بروکسل کې خبرې کولې وويل: ((  موږ تصميم ونيوه چې يوځاى افغانستان ته لاړ شو، د سرتېرو د راتلوونکي په اړه به هم په ګډه تصميم نيسواو په مناسب فرصت کې به افغانستان په ګډه پرېږدو.))

د ناټو دغه مقام وويل چې اوس دوى په افغانستان کې ١٢ زره سرتېري لري، چې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې افغان امنيتي ځواکونه روزي، مشوره ورکوي او له هغوى سره مرسته کوي.

بلخوا د امريکا د ملي امنيت مشاور رابرت اوبراین ويلي چې دوى به تر ٢٠٢١کال پورې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ٢٥٠٠ کسانو ته ټيټ کړي.

طالبانو د امريکايي سرتېرو د ايستلو د اعلان هرکلى کړى او هغه يې د امريکا او طالبانو د هوکړې د عملي کېدو په برخه کې مهم ګام ياد کړى دى.

دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو موضوع د سولې د توافق په برخه کې د طالبانو په اجرااتو پورې اړه لري.

د ملي روغ جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله ويلي دي چې له افغانستان په بېړه د بهرنيو ځواکونو وتل به منفي عواقيب ولري. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.