Language

وسله والو د کندهار په ژېړۍ کې تازه جوړ شوی ښوونځی په ماینونو الوځولی

کندهار (پژواک، ۱۸ تله ۹۹): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې تازه جوړ شوی ښوونځی په ماینونو الوځولی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ښوونځی د یادې شوې ولسوالۍ د کډوالو په دویم کمپ کې تېره شپه په ماینونو الوځول شوی دی.

هغه زیاته کړه، دغه ښوونځی د کلیو د پراختیا وزارت د اقراء پروژې له لارې تازه د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی و.

نوموړي دا کار د وسله والو طالبانو وباله او ویې ویل، هغوی په دې وروستیو کې د وژنو تر څنګ د ټولګټو بنسټونو ورانولو ته مخه کړې ده.

هغه د بېلګې په توګه د کندهار د دوو ولسوالیو شاولیکوټ او ارغستان د سړکونو او پلونو یادونه وکړه چې څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا په تراکتورونو او ماینونو ویجاړ شول.

بارکزی وايي، پولیسو هڅې پیل کړې څو د ژېړۍ ولسوالۍ د ویجاړ شوي ښوونځي عاملین تثبیت او د خپلو کړنو په سزا ورسوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

له تېرو څو کلونو راوروسته دا په کندهار کې د ښوونځي ورانولو لومړۍ پېښه ده.

په کندهار کې ۷۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې په دې وروستیو کې د کلیو د پراختیا وزارت د اقرا برنامې له لارې دغلته د ۱۲۰ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول پیل شوي چې ځینې یې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوي او ځینې تر کار لاندې دي.

login or register a new account.

Related Topics