Language

پر کابل ښار د توغندويي بريد مخه ونيول شوه

کابل(پژواک،۱۸تله۹۹): ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي اردو سرتېرو د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې يو کرولا موټر چې د بي ايم يو، اته فيره مرمۍ او يوشمېر سرګلولې په کې بار وې، نيولى دى. 

له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دولت وسله والو مخالفينو غوښتل چې دغه مرمۍ له قرباغ څخه کابل ښار ته انتقال او پر ياد ښار راکټي بريد وکړي.

د سرچينې په خبره چې د کابل د ١١١فرقې سرتېرو نن سهار شپږ بجې په قرباغ کې ياد موټر له مرميو سره کشف کړ.

د سرچينې په وينا، چې تراوسه پورې په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي خو پلټنې دوام لري.  

د کابل د امنيه قوماندانۍ هم وايي چې په قرباغ کې يې ٩فيره توغندي او ١٥ سرګلولې ترلاسه کړې دي.

يوه ورځ مخکې هم په دغې ولسوالۍ کې د راکټ لس مرمۍ امنيتي ځواکونو ترلاسه کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په کابل ښار کې چاودنې او ناامنۍ زياتې شوې دي او خلک يې اندېښمن کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.