Language

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۷ کسان پر کرونا اخته او دوه مړ شوى

کابل (پژواک، ۱۸ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۷۷ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۶۹۳ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ۱۸ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس سلگونه شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۷۷ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۶۹۳ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې، ذکرشوی پیښه په  کابل، هرات، تخار، کندز، بغلان او لوگر ولایتونه کې پر کرونا ثبت شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څوک د کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي ندی او په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۳۰۵۸ ته رسیدلی دی.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله دوه کس مړ شوى چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ۱۴۷۲ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير جواد احمد عثماني د يوې خبري غونډې پرمهال ويلي و چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو خواته روانې دي.

هغه وويل چې که په هېواد کې د کرونا دويم موج رامنځتهد شي نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتوالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.