Language

پوليس: کابل کې د يوه تښتول شوي ډاکټر د پيدا کېدو هڅې روانې دي

کابل (پژواک ،١٨ تله ٩٩):  پوليس وايي چې د کابل جمهوريت روغتون د هغه ډاکټر د پيدا کېدو هڅې روانې دي ، چې څو ورځې مخکې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین ددغې پېښې د تاييد ترڅنګ وايي چې پوليسو ياد ډاکټر د پيدا کېدو په موخه هڅې پيل کړې دي.

د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر وحيد مجروح په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې د جمهوريت روغتون د بېړنۍ څانکې مسوول ډاکټر محب بارکزى په کابل ښار کې د انسان تښتوونکو له خوا تښتول شوى دى.

مجروح زياته کړې:(( محب بارکزى د کرونا وبا پرمهال يو له اتلو ډاکټرانو څخه و چې انسان تښتوونکو په کابل کې د خپلې کورنۍ له غېږې تښتولى دى.))

نوموړى وايي، ډېره موده وشوه چې د عامې روغتيا وزارت د بارکزي په اړه معلومات نه لري، خو مور، مېرمن او زوى يې راتلو ته په تمه دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر يوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي، پژواک ته وويل چې ډاکټر بارکزى څو ورځې مخکې د ناپېژاندو وسله والو له لوري له کابل ښار څخه تښتول شوى دى.

سرچينه وايي چې تراوسه د هغه د ځاى او ځايګي په اړه معلومات نشته، خو پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.