کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٩): ايران ته د لوړو زده کړو لپاره تللي د افغانستان د دولتي پوهنتونونو استادان شکايت کوي چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې ورته مدد معاشونه نه دي ورکړل شوي.
د دغو استادانو په استازيتوب عتيق الله سلطاني احمدزي د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى نن د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره په تهران کې د افغانستان سفارت مخې ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو.
دغو استادانو له ځانه سره د (عدالت غواړو، مددش معاش غواړو)) شعارونه هم لېږدول.
احمدزي زياته کړه چې د افغانستان له بېلابېلو پوهنتونونو شاوخوا ٥٠٠ استادان د ماسټرۍ او دوکتورا لوړو زده کړو لپاره ايران ته راغلي، خو له ١٣٩٧ لمريز کال راهيسې ورته (مدد معاش نه دى ورکړل شوى.))
نوموړي ادعا وکړه چې د افغانستان سفارت له ايراني امنيتي ځواکونو غوښتي وو چې دغو استادانو ته د اعتراض اجازه ورنه کړي.
د استادانو دغه استازي وويل، که چېرې د سفارت له خوا د دوى سپکاوى وشو، نو له سفيره نيولې تر يو عادي کارمنده پورې به مسوول وي او دوى به ترې پوښتنه کوي.
هغه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، د بهرنيو چارو وزارت او د ماليې له وزارته وغوښتل چې د دوى ستونزې هوارې کړي.
احمدزي وويل چې دلوړو زده کړو د فوق ليسانس قانون د درېيمې مادې يوولسم بند له مخې، بايد دوى ته معاشونه ورکړل شي.
په دغه ماده کې راغلي: ((مدد معاش هغه مبلغ دى چې هغو محصلينو ته چې د بورس ورکوونکي مرجع امتيازات ورته کافي نه وي، ورکول کېږي.))
نوموړي زياته کړه چې دلته هر محصل ته د مياشتې ٦٠٠زره تومن ورکول کېږي چې شاوخوا ١٤ نيم سوه افغانۍ کېږي چې يواځې د محصل لګښت نه پوره کوي، د کورنۍ لګښتونه يې لا پرېږده.
د هغه په وينا، د ويزې په مقابل کې پيسې ورکول او د الوتکې ټکټونه هم پر محصلينو دي، خو حکومت دوى ته پاملرنه نه کوي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند حامد عبيدي پژواک اژانس ته وويل چې په ايران کې د مېشتو افغان محصلينو لېست د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته سپارل شوى او دغه وزارت له ماليې وزارت سره په همغږۍ دوى ته مدت معاشونه استوي.
د هغه په وينا، د بهرنيو چارو وزارت معاشونه له لېست سره سم په تهران کې د افغانستان سفارت ته استوي او سفارت يې پر محصلينو ويشي.
نوموړي زياته کړه، دا بايد د بهرنيو چارو وزارت ځواب کړي چې تر اوسه ولې د بهرنيو چارو وزارت دوى ته معاشونه نه دي ورکړي.
خو د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد وايي چې د يادو محصلينو ټوله بوديجه، محاسبه او تصفيه د لوړو زده کړو وزارت سره دى.
هغه پژواک ته وويل، د کال په هره ربعه کې د بهرنيو چارو وزارت ته لېست راځي چې د هغه له مخې پر محصلينو معاش ووېشل شي.
خو دى وايي چې تر اوسه دوى ته لېست نه دى راغلى، څو پيسې پر محصلينو ووېشي.