کابل (پژواک، ٢٠ تله ٩٩): نامعلومو وسله والو د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو ستر ديني عالم مولوي عادل وژلى دى.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې دا پېښه پرون ماخوستن د کراچۍ ښار په شاه فيصل کالونۍ سيمه کې رامنځته شوې ده.
ځايي امنيتي مسوولينو ويلي چې مولانا ډاکتر عادل خان په ياده سيمه کې د سودا اخيستلو په موخه له خپل موټره ښکته شوى و چې موټرسايکل سپرو وسله والو پرې ډزې کړې او له چلوونکي سره يې وژلى دى.
مولانا عادل په کراچۍ کې د پاکستان د تر ټولو ستر ديني مرکز جامعه فاروقيه مشر و او تر دې مخکې د پاکستان دديني مدرسو د ادارې (وفاق المدارس) مشر هم پاتې شوى دى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د پاکستان په پلازمېنه، اسلام اباد، کراچۍ او پېښور ښارونو کې مذهبي اختلافات او وژنې زياتې شوې دي چې ډېرى پېښې د سني او شيعه ډلو ترمنځ رامنځه شوې دي.
login or register a new account.