کابل (پژواک،۲۰ تله ۹۹): د حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر د روانې اوونۍ په سې شنبې ورځ د جرګې له غړو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې خبرو جزئیات په داسې حال کې شریکوي چې یو شمېر یې د خبرو اوسنی بهیر د اندېښنې وړ بولي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ په رسمي ډول د سولې خبرو له پیله شاوخوا یوه میاشت تېریږي خو تر دې دمه د حکومت او طالبانو د خبرو اترو پلاي د سولې خبرو د طرزالعمل په تړاو هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې پر اساس د مذاکراتو پرمختګ او د حنفي فقهې پر اساس د احتمالي شخړو هوارول د دواړو لورو تر منځ دوه اختلافي نه حل شوي موارد بلل شوي دي.
د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې پر همدې موضوعاتو خبرې وشوې.
د کاپیسا د خلکو استازي محی الدین منصف وویل چې پر طرزالعمل د بحث اوږدېدو خلک انېښمن کړي دي او باید دواړه خواووې هڅه وکړي څو د سولې لپاره ترلاسه شوی فرصت ضایع نه شي.
په دې جرګه کې د کندهار د خلکو استازي رحمت الله اڅکزي د روانې جګړې په اړه چې قربانیان یې افغانان دي، د اندېښنې او د تاوتریخوالي پر کمښت د ټینګار ترڅنګ وویل چې د طرزالعمل پر سر د خبرو بهیر اوږدېدو خلک اندېښمن کړي دي.
هغه زیاته کړه چې خلک نور د جګړې زغم نه لري او باید دواړې خواوې پر هغه څه چې خلک یې غواړي هوکړه وکړي.
هغه له جزئیاتو پرته د مذاکراتو د دواړو خواوو له پلاوو وغوښتل څو د سولې خبرې د اسلام مبارک دین پر بنسټ پر مخ یوسي او د هغو مواردو په اړه چې علمي جنبه نه لري، ټینګار ونه کړي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د جرګې د غړو اندېښنې پر ځای وبللې، ویې ویل د هغه هوکړې له مخې چې ترسره شوې ده، ټاکل شوې چې د افغانستان د مذاکراتي ټېم رییس محمد معصوم ستانکزی د سې شنبې ورځ (د تلې ۲۲مه) د ويډیو کنفرانس له لارې د افغانانو ترمنځ د یو میاشتنیو خبرو جزئیات له جرګې سره شریک کړي.
هغه زیاته کړه چې د جرګې غړي کولای چې د سولې بهیر په تړاو د خپلو اندېښنو په اړه خپلې پوښتنې له ستانکزي ويوښتي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP