کابل (پژواک،۲۰ تله ۹۹): مشرانو جرګه د کابل ښار د امنیتي وضعیت په اړه له ولسمشر او امنیتي بنسټونو سره اندېښنې شریکوي، څو له ناامنیو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرې ورځې په تېرېدو په کابل ښار کې د جنایي جرمونو شمېر مخ په ډېرېدو دی او په وروستۍ قضیه کې څو ورځې وړاندې ناپېژاندو وسله والو له کابل ښاره د جمهوریت روغتون یو ډاکټر تښتولی دی.
د یادونې ده چې د ټيلېفونونو، مالونو او وسایلو غلا تر دې کچې لوړه شوې چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د "کابل خوندي نه دى" تر نامه لاندې کمپاین پیل کړی؛ څو امنیتي چارواکي د ښار امنیت ته پاملرنه وکړي.
په مشرانو جرګه کې د خلکو استازي مصطفی ظاهر د نن ورځې په غونډه کې وویل چې په کابل کې هيڅوک خوندي نه دی او هره ورځ یو شمېر ځوانان د ټيلېفون او موټر پر سر وژل کیږي.
هغه وویل چې چارواکي غفلت کوي او د جنایي جرمونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار هم وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کابل امنیتي وضعیت خرابیږي او په ښار کې جنایي جرمونه اوج ته رسېدلي دي.
هغه په هېواد کې د جنایي پېښو عاملینو ته د جزا ورکولو د ټینګار ترڅنګ وویل: « که له مجرمینو سره جدي چلند وشي، جرمونه به کم شي.»
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلم یار د ناامنیو د ډېرېدو په تړاو د اندېښنو په اړه وویل: « زه ستاسو اندېښنه شخصاً ولسمشر ته رسوم او په لیکلې بڼه یې د کورنیو چارو له وزارت او ملي امنیت ریاست سره هم شریکوم څو په دې اړه اقدامات ترسره شي.»
د هغه په وینا، دغې جرګې تېره اوونۍ هم د ناامنیو په تړاو امنیتي چارواکي د رییسانو کمېټې ته ورغوښتي وو او که اړتیا وه نو بیا یې هم ور غواړي څو په دې تړاو د جرګې غړو ته ځواب ووایي.
login or register a new account.