Language

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۶ کسان پر کرونا اخته او ۴ یې له امله مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۰ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۹۴ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۷۹۹ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ۲۰مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۴۷۵ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۹۴ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۷۹۹ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۶۱ په هرات، ۱۱ په دایکنډي، ۱۱ په پروان، درې ـ درې تنه په بغلان او بادغیس او یو ـ یو تن په کابل، پکتیا او زابل ولایتونو کې پرې اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۵۰ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۳۱۱۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۴ کس مړشوى چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ۱۴۷۷ ته رسيږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير جواد احمد عثماني د يوې خبري غونډې پرمهال ويلي و چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو خواته روان دي.

هغه وويل چې که چيرې په هېواد د کرونا دويم موج رامنځته راشي نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتوالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.