Language

امريکايي ځواکونو هلمند کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي

کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٩) : امريکايي ځواکونه وايي چې په هلمند ولايت کې يې له افغان ځواکونو څخه ددفاع په موخه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

دا بريدونه په داسې حال کې شوي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار پر ځينو برخو او نږدې ولسواليو بريدونه کړي دي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند ډګرمن سوني لګيټ د تلې په ٢١مه، په يوه لنډه خبرپاڼه کې ويلي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د هلمند په بېلا بېلو سيمو کې بريدونه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې امريکايي ځواکونو په دغو سيمو کې له افغان ځواکونو څخه ددفاع په موخه پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

نوموړي ويلي چې دا بريدونه له طالبانو سره ددوحې د تړون خلاف ځکه نه دي چې هلته ويل شوي چې د اړتيا پر مهال له افغان ځواکونو څخه دفاع کولى شي.

د امريکايي ځواکونو په دې بريدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي، خو افغان دولت ويلي چې د هلمند په هوايي بريدونو کې ٧١ وسله وال طالبان وژل شوي او تر ١٠٠ زيات ټپيان دي.

بلخوا په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر طالبانو ته ويلي چې ژر تر ژره دې په هلمند کې بريدونه ودروي او په هېواد کې دې روان تاوتريخوالى کم کړي.

هغه زياته کړې : (( د طالبانو وروستي بريدونه د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده او په قطر کې د افغانانو ترمنځ مذاکرات هم کمزوري کوي.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.