Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې اووه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

تالقان (پژواک،٢١ تله ٩٩): په تخار کې امنيتي سرچينې وايي چې په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

په تخار کې يوې امنيتي سرچينې د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ په ينګي کلا بندر کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو له يادې سيمې څخه د پوليسو يو هاموې ټانګ هم له ځانه سره وړى دى.

دغه سرچينه زياتوي چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده په ډاګه شوې.

بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ د ينګي کلا بندر په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اووه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې جګړه کې د پوليسو يو ټانګ له منځه تللى او يو ټانګ او يو شمېر وسلې يې طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.