کابل (پژواک، ٢١ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۸۷۰ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ٢١ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥٦٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٧١ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۸۷۰ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې،په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٩ په هرات، اووه په باميان، شپږ په بغلان، پنځه په تخار، څلور په کندوز، څلور په پروان، درې په کندهار، دوه-دوه په کابل، ننګرهار، نيمروز، غور او خوست او يو-يو کس هم په دايکنډي، بادغيس او هلمند ولايتونو کې پر کرونا ويروس اخته شوي دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې څلور کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۳۱۱۸ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله دوه کسان مړه شوي چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٧٩ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير جواد احمد عثماني د يوې خبري غونډې پرمهال ويلي و چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو خواته روانې دي.
هغه وويل چې که په هېواد کې د کرونا دويم موج رامنځته راشي نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتوالى لري.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
login or register a new account.