Language

د امريکا لوى درستيز : غواړو په افغانستان کې مو ملي ګټې خوندي وي

کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٩) : د امريکا د پوځ د لوى درستيزانو مشر  ويلي چې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو وتل په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کمېدو او نورو هغو شرایطو سره تړلي دي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ موافقه پرې شوې.

د امريکايي پوځ  لوى درستيز جنرال مارک مېلي دغه څرګندونې د امريکا ملي راډيو ( اين پي ار)  سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړې چې په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې ټول مواد او له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پلان خپل شرايط لري.

جنرال مېلي ويلي، مهمه دا ده چې امريکا غواړي دا جګړه په مسوولانه او په خپله خوښه پای ته ورسوي او دا کار به په داسې شرايطو کېږي چې بايد د امریکا د ملي امنيت ګټې چې په افغانستان کې يې لري، خوندي وي.

د نوموړي په وينا، په افغانستان کې جګړې د څو مخکنيو میاشتو په پرتله راکمې شوي، خو په تېرو څلورو پنځو میاشتو کې د تاوتریخوالي د کمېدو دا کچه کافي نه‌ ده.

تر دې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ويلي و چې غواړي د روان زېږديز کال له پاى ته رسېدو مخکې ټول امریکايي ځواکونه هېواد ته راستانه کړي.

خو د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستيز جنرال مارک مېلي وايي، له افغانستانه د وروستیو ۴۵۰۰ امریکايي سرتېرو ايستل، د طالبانو د بريدونو له کمېدو او له افغان حکومت سره د سولې خبرو د پرمختګ له شرايطو سره تړلي دي.

تر دې مخکې د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ هم ويلي و چې له افغانستانه يې د ځواکونو ايستل د هغه ځاى له حالاتو سره مشروط دي.

login or register a new account.