کابل(پژواک،۲۲ تله ۹۹): په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې رنګینه کارګر که څه هم له شاوخوا ۱۴ میاشتو راهیسې له هېواده بهر ژوند کوي خو د نوموړي ۲.۸ میلیون افغانۍ معاش او امتیازات ورکړل شوي دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، رنګینه کارګر شاوخوا ۱۴ میاشتې مخکې په سیاسي پاسپورټ امریکا او له هغه ځایه کاناډا ته لاړه او هلته یې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.
د دوی په خبره، د نوموړې د ۱۴ میاشتو مهاش او امتیازات هم ورکړل شوي او د ولسي جرګې د حاضرۍ په کتاب کې هم ناسوب نه ده شمېرل شوې.
د ولسي جرګې د دارالانشا د معلوماتو له مخې د دې جرګې هر غړی ۲۰۳ زره میاشتنی معاش او امتیازات لري او هره میاشت د جرګې هر غړي ته د څلورو ساتونکو، سکرتر او موټر چلوونکي لپاره ۹۰ زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.
نو ځکه ویلای شو چې رنګینې په تېرو ۱۴ میاشتو کې ټولې دوه میلیون او ۸۴۲ زره افغان معاش او امتیازات اخیستي او ۲۱۸ زره افغانۍ یې د څلورو ساتونکو، سکرتر او موټر چلوونکي لپاره معاش اخیستی دی.
د ولسي جرګې د دارالانشا ریاست مالي او اداري مرستیال یما یارا پژواک ته وویل، د رنګینې معاش او امتیازات او دغه راز د نوموړې د څلورو ساتونکو، سکرتر او موټر چلوونکي معاش ورکړل شوي دي.
هغه په دې اړه چې ولې داسې کس ته معاش ورکول کېږي چې دندې ته نه وي حاضر شوی؟ وویل، د اصولو له مخې ترڅو چې د ولسي جرګې د کوم غړي د غړیتوب مکتوب ونه ځنډول شي دغه ریاست نشي کولای د جرګې د کوم غړي معاش قطع کړي.
دده په خبره، داچې یاد ریاست د داخلي دندو د اصولو له مخې نشي کولای د وکیلانو په ذاتي چارو کې لاس وهنه وکړي نه پوهېږي چې کارګر له څه وخت راهیسې جرګې ته نه ده راغلې.
نوموړي زیاته کړه، د داخلي دندو د اصولو له مخې د جرګې د غړو د حاضرۍ ترتیب او څارنه د جرګې د اداري پلاوي صلاحیت دی.
کمال دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د رنګینې معاش چاته سپارل کېږي؟ وویل: ((د وکیلانو معاش او امتیازات د معتمد لخوا ورکول کېږي او ځينو وکیلانو ته په خپله سپارل کېږي، او یو شمېر نور بیا سکرتر او د کورنۍ نور غړي معتمد ته ورپېژندلي چې دوی ته یې وسپاري.))
دغه راز د ولسي جرګې د دارالانشا یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، د کارګر معاش او امتیازات د نوموړې مېړه او سکرتر ته ورکړل شوي دي.
د مېرمن کارګر له مېړه فهیم کارګر سره تر اړیکو وروسته هم بریالي نه شوو چې په دې اړه یې نظر ترلاسه کړو.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو په ۷۴ مه ماده کې راغلي، د جرګې هغه غړی چې په یوه ناسته (په کمېسیون او عمومي ناستو کې) له ۴۴ ورځو پرله پسې یا وقفه يي غیرحاضر وي اداري پلاوی مکلف دی چې په راتلونکې ناسته کې یې غړیتوب وځنډوي.
دغه راز د داخلي دندو د اصولو د ۱۵ مې مادې له مخې، د جرګې د غړو د حاضرۍ ترتیب او څارنه د جرګې د منشي دنده او صلاحیت دی.
پژواک د ولسي جرګې له منشي اسدالله شهباز او د نوموړي له دفتر سره څو ځله اړیکه وکړه خو ځواب یې ترلاسه نکړ.
د ولسي جرګې یو غړی وايي، ښايي کاګر ځکه نه وي غیرحاضره شوې چې د نوموړې مېړه د ولسي جرګې د رییس د دفتر رییس دی.
هغه زیاته کړه: ((تر کومې چې زه معلومات لرم مېړه یې د جرګې اداري پلاوي ته ویلي چې ښځه یې ناروغه ده خو اصلاً نوموړې په کاناډا کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.))
پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP