Language

ولسمشر د تلې په ۲۹ مه ولسي جرګې ته نوماند وزیران معرفي کوي

کابل (پژواک،۲۲ تله ۹۹): د ولسي جرګې د دارالانشا ریاست وايي چې ټاکل شوې راتلونکې سه شنبه ولسمشر یادې جرګې ته د یوې فوق العاده ناستې په ترڅ کې نوماند وزیران معرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو څه باندې شپږ میاشتې تېرې شوې خو لاهم نوماند وزیران د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته نه دي معرفي شوي او ټول وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

ولسي جرګې څو ځله دې جرګې ته د نوماند وزیرانو په نه معرفي کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي، له دوو میاشتو ډېر د سرپرستانو د کار دوام د قانون خلاف دی.

 خو د ولسي جرګې د دارالانشا رییس عبدالقادر ځاځي وطندوست نن له پژواک سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، د دې جرګې د رییسانو کمېټې د پرېکړې په اساس تېره ورځ يې د ملي امنیت له مشاور او چارو ادارې له رییس سره خبرې کړې څو یادې جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره نوماند وزیران معرفي شي.

دده په خبره، پرېکړه شوې چې راتلونکې سه شنبه ولسمشر محمد اشرف غني د یوې فوق العاده ناستې په ترڅ کې ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو لپاره نوماند وزیران معرفي کړي.

د نوموړي په خبره، د ګومارنې د فرمان او تحصیلي اسنادو په ګډون د ټولو نوماند وزیرانو اسناد مخکې یادې جرګې ته لېږل شوي چې د جرګې له دایمي کمېسیونونو سره شریک شوي دي.

نوموړي وویل، یوازې د لویې څارنوالۍ او افغاني سرې میاشتې ریاست نوماندان په کتبي ډول ولسي جرګې ته نه دي معرفي شوي، خو حکومت ژمنه کړې چې تر راتلونکې سه شنبې به ټول نوماندان دې جرګې ته ورپېژني.

ځاځي زیاته کړه، د ولسمشر له خوا د نوماند وزیرانو تر معرفي کېدو یوه اوونۍ وروسته د دوی د اسنادو تر ارزولو وروسته به دوی ته د رایې ورکولو موضوع د ولسي جرګې په اجنډا کې شامله شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.