کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٩) : پاکستان او امريکا دافغان سولې پروسې او بين الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې اترې کړې دي.
دافغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق دتلې په ٢٢مه، په ټويټر کې ليکلي چې نن يې د ويډيو له لارې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې چې په دې خبرو کې د افغان سولې پروسې او بين الافغاني مذاکراتو په اړه يې په تفصيل سره سلا مشورې وکړې.
صادق ويلي چې دغه راز يې پر دې هم خبرې کړې دي چې څه ډول نړيواله ټولنه له افغان سولې پروسې سره مرسته وکړي.
د نوموړي په وينا، د سولې پروسې برياليتوب سره د افغانستان او پاکستان اقتصادي وده ممکنه ده او دا دواړه هېوادونه د سيمې د سوداګرۍ پر مرکز بدلېدلى شي.
د يادونې ده چې څلور ورځې مخکې زلمي خليلزاد پاکستان ته د سفر پر مهال له پاکستانيو چارواکو سره د افغان سولې پروسې او بين الافغاني مذاکراتو په اړه له نږدې سره خبرې کړې وې.
پاکستان او امريکا په داسې حال کې د بين الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي چې د افغان دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ پر طرز العمل ځنډېدلې خبرې اترې پرون يوځل بيا پيل شوې.
دواړو لوريو ويلي چې په دې ناسته کې د اختلافي موضوعاتو پر حل جدي بحث وشو او پرېکړه وشوه چې په دې تړاو به ناستې دوام ومومي.
د يادونې ده چې د دولت او طالبانو ترمنځ د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيستې رسمي مراسم د روان لمريز کال د وږي په ٢٢مه په قطر کې ترسره شول، له هغه وروسته د دواړو لورو د تخنيکي او کاري کمېټې له خوا پر طرزالعمل او اجنډا څو ځلې ناستې وشوې.
خو له تېرو نږدې دوو اوونيو راهيسې د طرزالعمل پر ځينو مواردو د دواړو لورو ترمنځ د اختلافلاتو له امله دا ناستې ځنډېدلې وې.
د دغو اختلافاتو د له منځه وړو او د ناستو بيا پيلولو لپاره د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دوه ورځې مخکې يو ځل بيا د دولت او طالبانو مذاکراتي ټيمونو سره وليدل.
login or register a new account.