Language

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٥٨ کسان پر کرونا اخته او يو بل مړ شوى

کابل (پژواک، ٢٢ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٥٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۹۲۸ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ٢٢ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٠٥ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٥٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۹۲۸ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې،په تازه ثبت شوو پېښو کې ٤٧ په هرات، اته په فراه او يو-يو اروزګان، کندهار او بلخ ولايتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٩٠ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۳۳۰۸ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله يو کس مړ شوى چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٨٠ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير جواد احمد عثماني د يوې خبري غونډې پرمهال ويلي و چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو خواته روانې دي.

هغه وويل چې که په هېواد کې د کرونا دويم موج رامنځته راشي نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتوالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.