Language

افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر نږدې ٤٠زرو ته ورسېد

کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٦٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۹۹۴ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د تلې په ٢٣مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣١٨ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٦٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۹۹۹۴ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، ١٦ په هرات، لس په کندهار، لس په کندوز، اته په پروان، شپږ په کابل، درې-درې په ننګرهار، باميان، لوګر او پنجشير، دوه په نيمروز او يو-يو په زابل او اروزګان ولايتونو کې پر کرونا اخته شويدي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٦ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۳۳۳۵۴ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله يو کس مړ شوى چې له دغې ناروغۍ څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٤٨١ ته رسيږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د عامې روغتيا وزارت سرپرست وزير جواد احمد عثماني د يوې خبري غونډې پرمهال ويلي وو چې په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې د کمېدو خواته روانې دي.

هغه وويل چې که چېرې په هېواد د کرونا دويم موج رامنځته راشي نو پر وړاندې يې د مبارزې لپاره دوى پوره چمتووالى لري.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.

login or register a new account.