کابل (پژواک، ٢٣ تله ٩٩): د کورنيو چارو وزارت وايي چې وسله والو طالبانو په تېره يوه اوونۍ کې ٢٥١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه وزارت وياند طارق ارين د تلې په ٢٣مه په ټويټر کې ليکلي چې طالبانو د يادې مودې پر مهال په ټول هېواد کې ٥٧٥ بريدونه بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړې چې په دغو بريدونو او پېښو کې ٩٢ چاودنې او شپږ ځانمرګي بريدونه هم شامل دي چې په ترڅ کې يې ٢٥١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ارين وايي چې له دغو بريدونو يې يواځې ٧٢ هغه يې په هلمند ولايت کې ترسره کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وويل چې په هلمند کې د طالبانو د بريدونو له امله څلورنيم زره کورنۍ بېځايه شوې دي او د هغوى کورونو ته هم زيانونه اوښتي دي.
نوموړي ادعا وکړه چې د ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو دغه بريدونه جنګي جنايت دى او د هېواد ملي امنيتي ځواکونه به يې د بريدونو ځواب ورکوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې يې د ملکي تلفاتو په تړاو د کورنيو چارو وزارت ادعاوې رد کړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP