Language

ناپېژانده کسانو خوست کې يو ليکوال او شاعر وژلی دی

خوست (پژواک، ۲۳ تله ۹۹): نا پېژانده کسانو خوست کې د لياقت علي خوږمن متونوال په نوم ليکوال او شاعر، چې عزیزي بانک کې یې دنده لرله، وژلی دی.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د متونوال مړی نن له غرمې وروسته د اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د حيدرخېلو په سيمه کې د ښوونکو ښارګوټي ته څېرمه موندل شوی.

هغه وایي ليکوال او شاعر خوږمن متونوال د عزیزي بانک په ولایتي څانګه کې دنده درلوده.

د هغه په‌ خبره، تراوسه د پېښې انګيزه نه ده څرګنده او وايي کشفي ادارو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.

 

login or register a new account.