کابل (پژواک،۲۳ تله ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړي ادعا کوي چې د افغان اتباعو لپاره د پاکستان، ایران، ترکيې، هند او ځینو نورو هېوادونو د وېزو ورکول په "دوکاندارۍ" بدل شوي او باید په دې بهیر کې د فساد مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ډېری خلک د درملنې لپاره پاکستان، هندوستان او ترکیې ته ځي، ډېر شمېر نور د کار لپاره ایران ته سفر کوي، ځینې نور دغو هېوادونو او د مرکزي اسیا هېوادونو ته سیاحتي او سوداګريز سفرونه لري.
د پاکستان، ایران، هند او ترکیې په سفارتونو کې ګڼه ګوڼه ډېره وي. په تور بازار کې د پاکستان وېزې تر ٢٠٠ ډالرو، د هند او ایران وېزې تر ۵۰۰ او د ترکیې وېزې تر ۲۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې رسېدلې دي.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازو نن په همدې ستونزو بحث وکړ.
په دغه جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي حاجي محمد هاشم وویل چې څه موده مخکې یې خپلو یو شمېر موکلینو لپاره له دغې جرګې مکتوب واخیست څو د درملنې لپاره د هند وېزې ترلاسه کړي؛ خو په کابل کې د هند سفارت دغه لیک له پامه غورځولی او د وېزې غوښتونکي اړ شوي څو د پیسو په ورکولو وېزې ترلاسه کړي.
هغه د ورکړل شوو پیسو اندازه ونه ښوده؛ خو ویې ویل چې دوه شرکتونه د تړونونو پر اساس په کابل کې د هند - ترکيې وېزو ورکولو مسوولیت لري چې د هيڅ قانون تابع نه دي او د وېزو له ورکولو یې دوکانداري جوړه کړې ده.
په یاده جرګه کې د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین هم وویل چې د ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او یو شمېر نورو هېوادونو وېزې په داسې حال کې چې باید مجاني ورکړل شي، د کمېشنکارانو له خوا د پیسو په بدل کې خلکو ته ورکول کیږي.
هغه هم د وېزو لپاره د پیسو اندازه ونه ښوده، خو ویې ویل چې د افغانستان اتباعو ته د وېزو په ورکړه کې د فساد مخه دې ونیول شي او معلوم شي چې په دغه فساد کې د سفارت کارکوونکي او که نور کسان لاس لري.
په دغه جرګه کې د خوست د خلکو استازي هلمند هلمند هم ورته نظر درلود او ويې ویل چې ډېری هغه افغانان چې د درملنې لپاره بهر ته ځي، اړ دي چې د وېزو اخیستو لپاره ډېرې پیسې ورکړي.
دغه راز هغه په ټینګار وویل چې باید د هغو کسانو مخه ونیول شي چې د وېزې د ورکولو په برخه کې په فساد کې ښکېل دي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم په دې اړه له جزیياتو پرته وویل چې په کابل کې د يوشمېر هېوادونو د وېزو ورکړه په دوکاندارۍ بدله شوې ده.
هغه زیاته کړه: «هغه وکیلان چې د خپلو موکلینو لپاره مکتوب اخلي، «سفارتونه» د مکتوب له مخې وېزه نه ورکوي؛ خو خلک د یوه کس له لارې د ډېرو پیسو په ورکولو وېزه ترلاسه کوي، چې دغه کار یې د قانون خلاف دی.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP