کابل (پژواک، ۲۳ تله ۹۹): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې هغه ۲۴ کلن ځوان د رتبې په تعديل سره د امنيې قوماندان ټاکل شوی چې وړاندې تر ده يې پلار ۱۵کاله په همدې پوسټ باندې کار کړی و.
دويم څارن احمد سير مجاهد څو ورځې وړاندې د بلخ ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د سرپرست په توګه د بلخ ولايت امنيې قوماندانۍ له خوا معرفي شو.
هغه د سمونوال عبدالودود مجاهد زوی دی چې پلار يې ۱۵ کاله د بلخ ولسوالۍ امنيې قوماندان پاتې شوی و او څلور مياشتې وړاندې د ناروغۍ له امله وفات شو.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو يو شمېر استازي، مدني او سياسي فعالان دا ډول ګومارنې سليقوي بولي او د امنيتي ستونزو زېږنده يې يادوي.
دوی وايي چې امنيتي بنسټونه بايد له سياسي، سمتي، تنظيمي او قومي مسايلو پاک وساتل شي.
خو د بلخ امنيه قومانداني وايي چې دويم څارن احمد سير مجاهد د خلکو په غوښتنه او د بلخ امنيتي مسوولينو د لزوم ديد له مخې، د سرپرست امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی ګل رحمن همدرد وايي چې له تېرو دوو لسيزو راهيسې په شمال زون کې ډېری امنيتي ادارې د سيمه ييزو زورواکو لاس کې دي.
هغه پژواک ته وويل، له همدې امله ورځ تر بلې امنيت خرابېږي چې زيان يې ټول نظام او عامو خلکو ته رسېږي.
د همدرد په وينا، په امنيتي ادارو کې د سياسي ګومارنو له امله د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې زياتېږي.
نوموړي وويل: ((دولتي ادارې خو د چا ميراث نه دی چې تل به د يوې کورنۍ په لاس کې وي، د بېلګې په ډول د بلخ ولسوالۍ امنيه قومانداني يادولی شو چې يوه نيمه لسيزه يې پلار هلته قوماندان و او اوس يې زوی د قوماندان په حيث ټاکل شوی دی.))
د ولسي جرګې دغه غړی وايي چې د بلخ امنيې قومانداني دغه پرېکړه له نظام، خلکو او ولس سره جفا ده.
هغه له د امنيتي ادارو له مسئولينو غوښتنه وکړه چې نظامي ادارې دې له سياسي لاسوهنو پاکې کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP